زلمو ته ماتې ورکولو سره کوئټه ګليډې ايټرز ټيم فائينل ته رسيدلې

د کراچې نيشنل اسټيډيم باندې لوبيدلې ميچ کښې د پيښور زلمې کپتان ډېرن سيمې ټاس ګټلو سره ړومبې ګليډې ايټرز ته بيټنګ کولو بلنه ورکړه۔

د پاکستان سپرليګ (پې ايس ايل) څلورم ايډيشن کواليفائز ميچ کښې کوئټه ګليډي ايټرز پيښور زلمې ته لس رنز سره ماتې ورکړي او فائنل کښې خپل ځې جوړ کړيدې۔

د کراچې نيشنل اسټيډيم باندې لوبيدلې ميچ کښې د پيښور زلمې کپتان ډېرن سيمې ټاس ګټلو سره ړومبې ګليډې ايټرز ته بيټنګ کولو بلنه ورکړه۔

د کوئټه ګليډي ايټرز ټيم په ټاکلې شوې شل اورونو کښې يو سل اووه اتيا رنز جوړ کړل، په جواب کښې پيښور زلمې ټيم د اووه وکټو په ځيان يو سل شپږ اويا رنز جوړ کړې شول او دا رنګ د کوئټې ټيم فائينل ميچ ته وو رسيد۔

د پيښور زلمې ټيم نيم لوبغاړې په نوې رنز د پويلين مخه کړي وه او څرګنديده چې ګليډي ايټرز به ډېر په آسانه کاميابې ترلاسه کړي ولې په دے مهال کپتان ډيرن سيمې زړه پورې بيټنګ اوکړو او د درې اتيا رنز پارټنر شپ ئي جوړ کړو کوم سره چې اميد پيدا شو، په آخرې اوور کښې چې کله زلمو ته يويشت رنز پکار وو نو يو کال پس ټې ټوئنټې کښې ړومبې اوور کونکې شين واټسن خپله تجربه استعمالو سره نه صرف خطرناک بيټسمين پولارډ بولډ کړو او صرف لس رنز ورکولو سره ئې خپل ټيم بريالې کړو۔

ډيرن سيمې شپږ څلويخت او پولارډ څلور څلويخت سره ټولو نه زيات رنز جوړ کړې او له دوې نه علاوه بل يو بيټسمين خاطر خواه کارکردګې نه ده ښودلې،کامران اکمل په دوه ويشت، امام الحق په دري ويشت، صهيب مقصود په اووه، مصباح الحق په اتلس، ډاؤسن په پنځه، وياب رياض په صفر او حسن علې درې رنز جوړولو سره ناټ آوټ پاتې شوې۔

د ګليډې ايټرز لخوا محمد حسنين دوه، محمد نواز، احسن علې، روسو او شين واټسن يو يو لوبغاړې آوټ کړيدې۔

Show More

Related Articles