علې پريميئرليګ قمبر اليون په خپل نوم کړو

 ليګ ګټونکې ټيم ته پنځوس زره او رنر اپ ته شل زره روپې انعام ورکړي شويدې۔

 سي جے علې آپردے

قبائلې ضلعې خيبر کښې علې پريميئرليګ سرته رسيدلې دې۔ له دے کرکټ ليګ فائنل ميچ برقمبر خيل شهيد آباد کرکټ ګراؤنډ باندې د سونامې اليون او قمبر اليون ترمينځ لوبيدلې دې۔

سونامې اليون ړومبې بيټنګ کولو سره په مقرره لس اورونو کښې څلور اويا رنز جوړ کړيدي، په جواب کښې ټاکلې هدف په اخرې اوور کښې ترسره کولو سره په خپل نوم کړيدې۔

د ليګ کمنټيټر ذاکر افريدې ټې اين اين سره خبرو کښې ويلې چې برقمبر خيل کښې هر کال علې پريميئر ليګ تابيا کيږي او دا کال ليګ کښې د قبائلې ضلعو سره تعلق لرونکي دولس ټيمونو برخه اغستې وه۔

ذاکر اويل چې د ليګ نور ميچونه په نهه نهمه اووز باندې مشتمل وو او دا چې فائنل لوبه کښې د تماش بينو زياتې شميرې له وجې لس اوو کړي شوې وو۔

ذاکر دا هم اويل چې د فائنل ميچ دپاره ګڼ شمير کښې د خواو شاه سيمو نه خلق راغلې وو او خوندورې لوبې نه خودونه پورته کول، آخرې کښې پيښور نه د صوبائې اسمبلې غړې فضل الهي د مشر ميلمه په توګه لوبغاړو کښې انعامونه ويشلې دې۔

ليګ ګټونکې ټيم ته پنځوس زره او رنر اپ ته شل زره روپې انعام ورکړي شويدې۔

Show More

Related Articles