اسلام آباد ته ماتي، پيښور زلمي په دريم ځل فائنل ته رسيدلي

د پاکستان سپرليګ څلورم پړاؤ په دويم ايلمينيټر لوبه کښې پيښور زلمي اسلام آباد يونائيټډ ته د ماتي ورکولو سره په دريم ځل فائنل ته رسيدلي دي۔

تيره شپه د کراچۍ په نيشنل سټيډيم کښې شوي لوبه کښې د اسلام آباد يونائيټډ کپتان محمد سميع د ټاس ګټلو نه پس پيښورزلمو ته د وړومبي بيټنګ کولو بلنه  ورکړه چې له مخې ئې د پيښور زلمي کامران اکمل او امام الحق د غوره بيټنګ اغاز وکړو او دواړو لوبغاړو په شريکه يوسل پينځه ديرش رنزونه جوړ کړه۔

د پيښور زلمي ټيم په ټاکل شوي شلو اوورنو کښې اسلام آباد يونائيټډ ته د پينځه وکټو په تاوان د دوۀ سوه او څوارلس رنزونه هدف ورکړې ؤ۔

په ځواب کښې د اسلام آباد ټيم د غوره لوبې مظاهره ونکړه او په شلو اوورنو کښې د نهه لوبغاړو په تاوان يوسل شپږ شپيته رنزونه جوړ کړه او د پيښور زلمي نه ئې په اته څلويښت رنزونو سره ماتې وخوړله۔

پيښور زلمي اسلام آباد يونائيټډ ته د ماتي ورکولو سره په دريم ځل فائنل ته رسيدلي چرته چې به د اتوار په ورځ کوئټه ګليډي ائټرز او پيښور زلمي يو بل ته مخامخ کيږي۔

Show More

Related Articles