پاکستان او انګلينډ ترمينځ به دويم ميچ نن لوبولے شي

چي پاکستان او انګلينډ ترمينځ ړوبمي ونډے ميچ د باران له وجي بغير د څه نتيجي ختم کړي شوي وو

پاکستان او انګلينډ ترمينځ دويم ونډے به نن لوبولے شي، ميچ به د پاکستاني وخت مطابق ماسپخين درے بجے ساوتھ هيمپټن کښي شروع کيږي۔

ياده دي وي چي پاکستان او انګلينډ ترمينځ ړوبمي ونډے ميچ د باران له وجي بغير د څه نتيجي ختم کړي شوي وو۔

ړومبي ميچ اووه څلويښت او بيا يو څلويښت اوورز پوري محدود کړي شوے وو او په اخيره کښي د ميچ ختميدو اعلان شوے وو۔

ميچ د پاکستاني وخت مطابق ماښام پنځه بجے شروع کيدونکي وو ولي د باران له وجي پاو باندي شپږ بجے  شروع کړي شوے وو۔

اوول کښي کيدونکي ميچ له پاره د انګلش کپتان اين مورګن ټاس ګټلو سره ړومبي د فيلډنګ کولو فيصيله کړي وه۔

د پاکستان لخوا د اننګز شروع امام الحق او فخر زمان کړے ولي فخر زمان په درے رنز جوړولو سره اوټ شوے او دے نه روسته بابر اعظم په شپاړس رنز اوټ شوي دے۔

Show More

Related Articles