پاکستان او انګلينډ ترمينځ د سيريز دريم ميچ نن لوبيږي

د پاکستان او کوربه ټيم انګلينډ ترمينځ به نن د يو ورځني سريز دريم ميچ لوبيري۔

د دواړو ټيمونو ترمينځ د يو ورځني سيريز دريمه لوبه به نن د پاکستاني وخت ترمخه مازيګر پينځه بجې برسټل کښې شروع کيږي چې به پکښې قامي ټيم د ښه بيټنګ کولو سره خپلې کوتاهۍ لري کوي۔

څرګنده دي وي چې د دواړو ټيمونو ترمينځ د پينځو ميچونو په يو ورځني کښې دوۀ لوبې شوي چې پکښې وړومبۍ د باران له وجې بے له څه نتيجې پائي ته رسيدلې ولې په دويمه لوبه کښې پاکستان دولس رنزونو سره ماتي خوړلې وۀ۔

Show More

Related Articles