پاکستان ۳۵۸ رنز جوړولو باجود ماتي خوړولي، دريمه ون ډے د انګلينډ په نامه

برسټل کښې لوبيدلې سيريز دريم ون ډے ميچ کښې انګلينډ ټاس ګټلو سره ړومبي باؤلنګ کولو فيصله اوکړه کومه چي بختوره ثابته شوه

انګلينډ د پاکستان پرضد د دري سوا يو کم شپيته رنز هدف ډېر په آسانې سره ترسره کړيدے او دريم ون ډے ميچ کښې شپږو وکټو سره کامياب شويدي۔

برسټل کښې لوبيدلې سيريز دريم ون ډے ميچ کښې انګلينډ ټاس ګټلو سره ړومبي باؤلنګ کولو فيصله اوکړه کومه چي بختوره ثابته شوه۔

ميچ دپاره دوارو ټيمونو خپل فائينل اليون کښې بدلون کړۓ وو، چرته چې پاکستان د ياسر شاه په ځي جنيد خان د ټيم برخه جوړا کړي وه نو انګلينډ د جوز بټلر او عادل رشيد په ځي ټام کرن او جوډينلي ته د لوبيدو موقع ورکړي وه۔

پاکستان چې کله د اننګز پيل اوکړو نو په تير ميچ کښې سنچري سکور کونکي فخر زمان صرف دوه رنز جوړولو سره د پويلين مخه اوکړه۔

د پاکستان دلورې امام الحق خوندور بيټنګ کړے او ون ډے کرکټ کښې خپله شپږمه سنچري سکور کړېده او يو سل يو پنځوس رنز جوړولو ورسته آوټ شويدے، هغه په اننګز کښې شپاړلس چوکي او يوه چهکا شامله ده۔

پاکستان ټيم په ټاکلي شوي اوورونو کښې د نهه وکټو په ځيان سره دري سوا اته پنځوس رنز جوړ کړل چې پکښې عماد وسيم دوه ويشت، فهيم اشرف ديارلس او حسن علې اتلس رنز شامل دې۔

د انګلينډ د لوري کرس ووکس څلور او ټام کرن دوه وکټې اغستې دې۔

هدف ترلاسه کولو دپاره د انګلش لوب ډلي اوپنرز اوولس اوورز کښي خپل ټيم دپاره د يونيم سل نه سيوا رنزونو پيل اوکړو او ميچ ئي قريبا يو طرفه جوړ کړو، د انګلينډ ړومبې وکټ په يو سل يو کم شپيته رنز باندې پروتو او جيسن روۓ په پنځه پنځوس ګيندونو باندې شپږ اويا رنز جوړولو سره د پويلين مخه اوکړه۔

دا رنګ انګلينډ د دري سوا يو کم شپيته رنز هدف د يو ديرش ګيندونو نه وړاندې آسانې سره ترلاسه کړو ميچ کښې ئي شپږو وکټو سره سيريز په دوه صفر سره ناقابل شکست بري ترلاسه کړو۔

Show More

Related Articles