دکرکټ نړيوال کونسل د انګلينډ په کپتان اين مورګن بنديز لګولې

د کرکټ نريوال کونسل ( آئي سي سي ) د پاکستان په ضد دريم يو ورځنۍ لوبه کښې په سلو اوور ريټ د انګلينډ په کپتان د جرمانه کولو سره په هغه د يو ميچ بنديز لګولے دے۔

دې لړ کښې د آئي سي سي ميچ ريفري رچي رچرډسن د انګلينډ کپتان اين مورګن د معطلۍ سزا اورولو سره په هغه د ميچ فيس څلويښت فيصده جرمانه هم لګولې ولې له دې ترڅنګ د انګلينډ ټيم پاتي لوبغاړي هم د شل فيصده ميچ فيس نه محرومه کړې شوي دي۔

د آئي سي سي لخوا د بنديز ورسته ايون مورګن د پاکستان په ضد ټوټنګهم کښې کيدونکي د سيريز په څلورمه لوبه کښې برخه نه شي اخستلې۔

څرګنده دي وي چې دا دويم ځل دې ايومورګن د آئي سي سي لخوا د جرماني جوګه ګرځيدلې ولې له دې وړاندې هم هغه د روان کال فرورۍ په مياشت کښې د ويسټ انډيز په ضد شوي يو ورځني لوبه کښې د سلو اوور ريت په وجه جرمانه شوے دے۔

Show More

Related Articles