د پاکستان او انګلينډ ترمينځ د سيريز آخرۍ ميچ نن لوبولې شي

د پاکستان او انګلينډ ترمينځ به د سيريز آخرۍ او پينځمه لوبه نن لوبولې شي چې به پکښې پاکستان د وائټ واش نه بچ کيدو لپاره د ميچ ګټلو هڅه کوي۔

ميچ به د دواړو ټيمونو ترمينځ ماسپښين دري بجي ليډز ګروانډ کښې شروع کيږي او دا چي انګليند له وړاندې نه سيريز کښې دري صفر سره برې ترلاسه کړے دے۔

د قامي ټيم اوپنر لوبغاړې امام الحق په تير ميچ کښې د ژوبل کيدو له وجې په ننني ميچ کښې نه دې اخستل شوې او له دي ترڅنګ تيز باولر محمد عامر په چکن پاکس رنځ کښې د اخته کيدو سره د سيريز په آخرۍ لوبه کښې هم نه دې اخستل شوے۔

بلخوا د سيريز په څلورمه کښې د بنديز له وجي د ميچ څخه محرومه شوې د انګلينډ کپتان اين مورګن به نن د خپل ټيم قيادت سنهبالوي۔

Show More

Related Articles