پاکستان ټيم ماتي سره مخ، سيريز څلور صفر سره انګلينډ په نامه

هيډنګلے کښې لوبيدلي ميچ کښې د انګلش ټيم کپتان اين مورګن ټاس ګټلو سره ړومبي د بيټنګ کولو فيصله اوکړه

 انګلينډ پنځم يو ورځني ميچ کښې پاکستاني ته ماتي ورکولو سره سيريز ئي وائټ واش کړيدے۔ د انګلينډ ټيم د دري سوا دوه پنځوس رنز په مقابله کښې د ګرين شرټس ټول ټيم په اووه څلويختم اوور کښې په دوه سوا نوي رنز باندې اوټ شويدے او په څلور پنځوس رنز باندي ئي ماتي خوړلي ده۔

هيډنګلے کښې لوبيدلي ميچ کښې د انګلش ټيم کپتان اين مورګن ټاس ګټلو سره ړومبي د بيټنګ کولو فيصله اوکړه۔

د انګلينډ د لوري جيمز ونس او جوني بيئرا د اننګز پيل اوکړو او دوارو لوبغاړو ټيم ته شروع کښې دري شپيته رنز ورکړل۔ د انګلينډ ړومبي آوټ شوي لوبغاړي ونس وو او دري ديرش رنز جوړولو سره آوټ شوي وو او دا چې جوني بيئراسټو دوه ديرش رنز باندي آوټ شوي وو۔

د پاکستان د لوري شاهين آفريدي د دوه اتيا رنز ورکولو سره څلور او عماد وسيم دري پنځوس رنز ورکولو سره دوي لوبغاړي آوټ کړيدي، حسن علي او حسنين يو يو وکټ ترلاسه کړيدي۔

د انګلينډ دري سوا دوه پنځوس رنز په هدف کښې ګرين شرټس د لوري د اننګز شروع فخر زمان او عابد علي کړې کومه چې ډيره مايوس کن ګرځيدلے او په ړومبي شپږ مجوعي سکور باندي دري لوبغاړو د پويلين مخه کړيده۔

Show More

Related Articles