بابر اعظم د ورلډ کپ لس خطرناکو بيټسمينانو کښي شامل کړي شوے

بل اړخ ته د سري لنکا يو لبغاري هم په دے فهرست کښي ځان له څائي نه دي جوړ کړي۔

د قامي ټيم لوبغاري بابر اعظم د نړي وال کپ لس خطرناک ترين بيټسمينانو کښي ځائي جوړ کړي دي۔

نړي والي ويب پانړي د ورلډ کپ د لس خطرناکو بيټسمينانو فهرست جاري کړي دي په کوم کښي چي د هند دوه، ولي د افغانستان، بنګله ديش،ويسټ انډيز،انګلينډ،نيوزي لينډ،جنوبي افريقي او اسټريله يو يو لوبغاري ځائي جوړولو کښي کامياب شوي دي۔

د پاکستان بابر اعظم هم د انګلنډ خلاف په غوره کارکردګي ښودلو په دے فهرست کښي شامل کړي شوي دي۔

فهرست  کښي د افغانستان محمد شهزاد، د بنګله ديش تميم اقبال، د ويسټ انډيز کرس ګيل، د انګلينډ جوزبټلر،د نيوزي لينډ کين وليم سن، د جنوبي افريقي کوانټن ډي کوک، د اسټريليه ډيوډ وارنر ولي د بهارت ويرات کوهلي او شيکهر دهون شامل دي۔

بل اړخ ته د سري لنکا يو لبغاري هم په دے فهرست کښي ځان له څائي نه دي جوړ کړي۔

Show More

Related Articles