درے ديرشم نيشنل ګيمزبه يويشتم اکتوبرنه پيښور کښي شروع کيږي: عاظف خان

نيشنل ګيمز کښي به په مجموعي توګه لس زره ايتهليټ او افيشيلز پيښور ته راځي

صوبائي سينئر وزير عاطف خان اعلان کړي دي چي نيشنل ګيمز به د يويشتم نه تر اويشتم اکتوبر پورے پيښور کښي کولے شي د کومے له پاره چي تيارئ شروع کړي شوي دي۔

عاطف خان تيره ورځ سيلګرئ محکمے په کانفرنس روم کښي خبري غونډي ته وينا کوله دوي سره د پاکستان اولمپک ايسوسي ايشن صدر ليفټيننټ جنرل (ر) سيد عارف حسن ،جنرل سيکرټري پي او اے خالد محمود، کے پي اولمپک ايسوسي ايشن صدر سيد عاقل شاه، ډي جي سپورټس اسفنديار خټک ، ایم ډی ټورازم جنید خان’سیکټٹری کے پی اولمپک ایسوسی ایشن ذوالفقار بټ ‘پاکستان باډی بلډنگ فیډریشن کے سیکرټری جنرل طارق پرویز او نورآفیشلزهم  موجود وو۔

سينئر صوبائي وزير عاطف خان وئيلي دي چي د پاکستان اولمپک ايسوسي ايشن صدر ليفټيننټ جنرل (ر) سيد عارف حسن د پيښور دوره کړي او دواړو په شريکه د خيبر پښتونخوا وزير اعلي سره هم ملاقات کړي په کوم کښي چي هغوي دا لوبے په پيښور کښي د کولو فيصله کړي ده۔ او دے لوبو له پاره ي اوولس کروړه روپے مختص کړي دي۔

دا لوبے به د پيښور نه علاه په مردان،ايبټ آباد،چارسده،او کوهاټ کښي هم لوبولے شي خو ولي دغلته د ايونټ کولو فيصله به روسته کولے شي۔

دوي وئيلي دي د لوبو افتتاح په موقع به وزير اعظم عمران خان مشر ميمله وي ولي اختتامي دستوره کښي به صدر عارف علوي ته د مشر ميمله په هيڅ بلنه ورکولے شي۔

نيشنل ګيمز کښي به په مجموعي توګه لس زره ايتهليټ او افيشيلز پيښور ته راځي او په دے موقع به د سيکيورټي کلک ګامونه پورته کولے شي۔

 

Show More

Related Articles