پاک بهارت ميچ،د سيکيورټي انديښنوله وجي تګ لاره جوړه شوے

روايتي حريف پاکستان او بهارت ترمينځ په شپاړسم جون د مانچسټر اولډ ټريفورډ ګراونډ کښي به د ايونټ اهم ميچ لوبولے شي

  

 نړي وال کرکټ کونسل( آئي سي سي )ورلډ کپ کښي د پاک بهارت ترمينځ ميچ کښي ممکنه د سيکيورټئ د انديښنوله وجي يو تګ لاره جوړه کړي شوي ده او ميګا ايونټ کښي د ټولو نه لوئي ميچ کښي به د سيکيورټئ اعلي چارواکي په ډيوټئ لګولے شي۔

روايتي حريف پاکستان او بهارت ترمينځ په شپاړسم جون د مانچسټر اولډ ټريفورډ ګراونډ کښي به د ايونټ اهم ميچ لوبولے شي

۔د برطانوي خبري زريعو د رپورټ ترمخه په ميچ کښي د کتونکو د دلچسپئ اندازه د دے خبرے نه لګولے شي چي دے مقابلے له پاره پنځه لکه د کرکټ مينه والو خواست کړي ولي په سټيډېم کښي د ناستي له پاره صرف د پنځويشت زره د کسانو د ناستي ځائي دے۔

په رپورټ کښي وئيلي شوي چي ميچ دپاره د مسلح سيکيورټئ د افسرانو ډيوټي لګولے شي ولي په دے غرض د اهلکارو شميره هم سيوا کړي شوي ده۔

د سټيډيم خواه اوشا د خلقو په تګ راتګ نظر ساتلي شي او په دے حواله پوليس د مقامي پاکستاني او بهارتي کميونټي کره کتنه هم کړي ده۔

رپورټ کښي دا هم وئيلي شوي چي پاک بهارت شخړے باوجود په برطانيه کښي ميشت د دواړو کميونټي ترمينځ کره که په نظر نه راځي نو هيله ده چي ميچ کښي به څه قسمه اړي ګړي مخے ته نه راځي۔

 

 

 

Show More

Related Articles