پي سي بي او د شاهد آفريدي فاونډيشن ترمينځ معاهده لاس ليک شوي

د کومے ترمخه به چي د کرکټ نړي وال کونسل د سوري لاندے د مقابلوتابيا کولو نه علاوه نورے اهمے مقابلے به هم شامل دي۔ او هم دا رنګ د سري لنکا خلاف هوم سيريز به ړومبي سيريز وي

پاکستان کرکټ بورډ او شاهد آفريدي فاونډيشن ترمينځ د دوه کالو پارټنرشپ لوظنامه لاس ليک شوي ده۔

د کومے ترمخه به چي د کرکټ نړي وال کونسل د سوري لاندے د مقابلوتابيا کولو نه علاوه نورے اهمے مقابلے به هم شامل دي۔ او هم دا رنګ د سري لنکا خلاف هوم سيريز به ړومبي سيريز وي۔

د دے لوظنامے نه روستو شاهد آفريدي فاونډيشن لوګو به د قامي کرکټ لوبغاړو په کټ لګولے شي۔

شاهد آفريدي په دے موقع وئيلي دي چي دے ډير خوشحاله دے چي پي سي بي سره د دوي د فاونډيشن  پارټنرشپ شوي دے، او دوي به په شريکه د پاکستانيانو له پاره زياتے نه زياتے اسانئ ورکوي۔

ده وئيلي چي د دوي  فاونډيشن د پاکستان د خلقو له پاره غوره د صحت، د تعليم اسانئ او د څښلو اوبو اسانئ ورکولو له پاره بوخت دے۔ پي سي يو مظبوط برانډ دے او کرکټ سره د خلقو او د ملکونو ترمينځ تعلقاتو ته وده ميلاويږي۔

د پي سي بي مينجنګ دائريکټر وسيم خان وينا وه چي شاهد آفريدي فاونډيشن په پاکستان کښي تعليم او صحت په شمول مختلفو څانګو کښي غوره کار کوي او پي سي بي به هم دے فاونډيشن سره په شريکه د پاکستان غريب اولس ژوند ښه کولو له پاره لويا هڅه کوي۔

 

Show More

Related Articles