ورلډ کپ کښي پاکستان خپل وارم اپ ميچ نن د افغانستان خلاف لوبوي

نړي وال کپ کال دوه زره نورلس په باقاعده توګه د ديرشمے مئ نه شورع کيږي او دے نه وړاندے ټول ټيمونه خپل خپل وارم ميچونه به لوبه وي

پاکستان کړکټ ټيم نن نه د ورلډ کپ مشن شروع کوي او په دے لړ کښي خپل ړومبي وارم اپ ميچ کښي افغانستان  ته مخامخ کيږي۔

نړي وال کپ کال دوه زره نورلس په باقاعده توګه د ديرشمے مئ نه شورع کيږي او دے نه وړاندے ټول ټيمونه خپل خپل وارم ميچونه به لوبه وي۔

د پاکستان او افغانستان ټيمونه به د برسټل کاونټي ګراونډ کښي د پاکساتني وخت مطابق دوه نيمي بجے يو بل ته مخامخ کيږي ولي ګرين شرټس به په شپږيشتمے مئ خپل دويم او وارم اپ ميچ د بنګله ديش پرضد کوي۔

د افغانستان پرضد وارم اپ ميچ له پاره قامي ټيم کښي شاداب خان او محمد عامر په لوبه ولو غور روان دے۔

د کپتان سرفراز احمد وينا ده چي ورلډ کپ ګټل غواړي،د وهاب رياض او محمد عامر په ټيم کښي شاملولو سره به د ټيم بولنګ مضبوط شي۔

ورلډکپ له پاره د پاکستان اسکواډ کښي کپتان سرفراز احمد، فخر زمان، امام الحق، آصف علی، بابر اعظم، شعیب ملک، محمد حفیظ، حارث سہیل، عماد وسیم، شاداب خان، محمد عامر، حسن علی، وہاب ریاض، محمد حسنین او شاہین شاہ آفریدیشامل دي۔

افغانستان اسکواڈ کښي کپتان ګبدین نائب، محمد شہزاد، نور علی زدران، حضرت اللہ زازئی، رحمت شاہ، اصغر افغان، حشمت اللہ شہیدی، نجیب اللہ زدران، سمیع اللہ شنواری، محمد نبی، راشد خان، دولت زدران، آفتاب عالم، حامد حسن او مجیب الرحمان شامل دي۔

Show More

Related Articles