افغان لوبډلې د نړيوال کپ په وارم اپ لوبه کښي پاکستان ته ماتي ورکړې

افغان لوبډلې د نړيوال کپ په وارم اپ لوبه کښي پاکستان ته په دريو لوبغاړو ماتي ورکولو سره د قامي ټيم نړيوال کپ لپاره شوي تياريونو زار ښکاره کړے دے۔

د انګلينډ په برسټل کښي شوي لوبه کښې پاکستان د ټاس ګټلو سره د وړومبي بيټنګ فيصله کړې اوپه اته څلويښتم اوور کښې ئي د ټول لوبغاړو په تاوان دوۀ سوه دوۀ شپيته رنزونه جوړ کړي دي۔

په ځواب کښې د افغانستان لوبډلې د غوره لوبې کولو سره ورکړي شوې هدف د اووه لوبغاړو په تاوان ترسره کړې او پاکستان ته ئي ماتي ورکړې ده۔

د پاکستان لخوا بابر اعظم يوسل دولس او شيعب ملک څلور څلويښت رنزونه  ولې فخرزمان، نورلس، محمد حفيظ دولس ، کپتان سرفراز احمد ديارلس، عماد وسيم اتلس او حسن علي شپږ رنزونه جوړ کړي دي۔

د افغان لوبډلې لخوا محمد نبي د شپږ څلويښت رنزونو سره د غوره باولنګ مظاهره کړې او د پاکستان درې لوبغاړي ئي آؤټ کړي دي۔

همدا رنګ حضرت الله يوکم پنځوس او حشمت الله شاهدي د څلور اوويا رنزونو غوره اننګز لوبولې او خپل ټيم ته ئي ګټه ترلاسه کړې ده۔

د پاکستان لخوا په باولنګ کښې وهاب رياض دري، عماد وسيم دوۀ ولي شاداب خان او محمد حسنين يو يو لوبغاړې آؤټ کړے دے۔

څرګنده دي وي قامي ټيم به د مئ په شپږويشتمه د بنګله ديش په ضد دويم وارم اپ ميچ لوبوي۔

Show More

Related Articles