محمد شهزاد د افغانستان کرکټ ټیم دننه سیاست ښکار شو

د شهزاد په وېنا د هغه د وېستلو وجه د ټیم کپتان ګلبدین نائب، منېجر او نورو لوړپوړو چارواکو چاپلوسي نه کول دي، خو ولې په دې اړه نور حقائق او مفروضې هم بیانیږي

افتخار خان

د افغانستان کرکټ ټيم وکټ کیپر بېټسمېن محمد شهزاد په خپلو پخو خپله تبر ووهه. ټیم نه د ویستو لانجه په ښه طرېقې او فهم سره حل کولو په ځآئي په مېډیا راتلل او  ټیم کپتان او په بورډ ټکونه کول به ورته راتلونکې کښې ډېر ګران پرېځوي او پوخ امکان دې چې د ټیم دروازې پرې په مستقل توګه بندې شي.

د ټیم انتظامئې محمد شهزاد په ځنګانه کښې زخم له وجې د ورلډ کپ ټیم نه بهر کولو سره بېرته ملک ته استولې دې او د هغه په ځآئی د آئي سي سي په اجازه اکرام علي خېل انګلېنډ کښې ټيم جوائن کړې دې. خو ملک ته راتلو سره محمد شهزاد ځآن سره یوه نوې قېصه راوړې او نه صرف د افغانستان بلکه د ټولې نړۍ د کرکټ مينه وال ئي حیرانه کړې دی.

مېډیا سره خبرو کښې محمد شهزاد تور لګولې چې د ورلډکپ مېچونو لپاره مکمل فټ وؤ خو کپتان او د ټیم منیجر په منصوبه بندۍ سره په دې وجه ټیم نه بهر کړې چې د هغوې چاپلوسي ئي نه کوله. هغه زیاته کړې چې د خپل ان فټ کېدو خبر ورته د نېټ پریکټس وروسته د ټيم انتظامئې په ځآئي د آئی سي سي نه مېلاؤ شوې په کومه چې دې حق حیران پاتې شو او چې خپل ډاکټر نه ئي معلومات وکړل چې آیا د زخمې کېدو رپورټ هغه ورکړې نو ډاکټر ئي هم جواب کښې څه ونه وېل.

بلخوا افغان کرکټ بورډ د شهزاد تورونه دروغ بللي او وئیلې چې هغه ذاتي ګټو لپاره داسې بیانونه ورکوي ولې آئی سي سي ورته هله د لوبغاړي بدلولو اجازه ورکړې کله چې ئي ورته د اېم آر آئي او نورو مېډېکل رپورټونه وړاندې کړل.

د محمد شهزاد او افغان کرکټ بورډ تر مينځه لانجه څه ده؟

دا یوه ډېره مهمه پوښتنه ده خو  واضحه کېدو په ځآئې ورځ تر بله دا پوښتنه لا نوره پېچیده کېږي.

د شهزاد په وېنا د هغه د وېستلو وجه د ټیم کپتان ګلبدین نائب، منېجر او نورو لوړپوړو چارواکو چاپلوسي نه کول دي، خو ولې په دې اړه نور حقائق او مفروضې هم بیانیږي.

بعضې وائي چې شهزاد د ټیم دننه سیاست ښکار شوې دې ځکه چې د ټیم پخوانې کپتان اصغر افغان سره ئي همدردیانې لرلې ولې موجوده کپتان ته ئی دا عادت بالکل نه وؤ خوښ او ځآن لپاره ئي خطره ګڼله.

بعضې خلک او په خصوصي توګه پاکستان سره تعلق لرونکې د کرکټ مينه وال دا خیال لري چې چونکه شهزاد د پاکستان سره تعلق لري نو افغانستان کرکټ بورډ پاکستان نه بغض له وجې ټیم نه بهر کړې دې. ځما په خیال دا مفروضه ډېره کمزورې ده، ځکه چې که بورډ داسې څه اراده لرله نو ډیر وړاندې به ئي داسې ګام پورته کړې وؤ ولې د نړي وال کپ مينځ کښې داسې ګام پورته کولو به ئي هیڅ کله جرات نه کولو.

درېمه مفروضه دا ده چې د ډېرو موقعو ورکولو باؤجود د شهزاد فارم نه بحالیږي او تېرو څو میاشتو کښې ئي دوه، درې مېچونو نه علاوه نه صرف بېټنګ کښې ډېره خرابه کارکردګي وه بلکه ورسره ئې وکټ کیپنګ هم د ډاډ وړ نه وؤ او ډیر په مهمو موقعو ئي کېچونه او سټمپس خطا کړې دي.

چې څومره خلې دومره خبرې خو یوه خبره ښکاره ده چې افغانستان کرکټ ټیم کښې سیاست ډیر ننوتې او زیات امکان دا دې چې شهزاد هم د دغه سیاست ښکار شوې دې. زمکني حقائق هم د دې دعوې ټینګخت کوي. مثلاً

محمد شهزاد د ورلډ کپ نه وړاندې د پاکستان خلاف وارم اپ مېچ کښې ژوبل شوې وؤ ولې د هغې وروسته ئي ورلډکپ کښې د سري لنکا او اسټرېلیا خلاف څنګه لوبه کړې ده؟

نه صرف د شهزاد خپلې مرکې نه دا ثابتیږي چې د هغه زیاته وفاداري اوس هم د پخواني کپتان اصغر سره ده او نوې کپتان کله هم دا نه زغمله بلکه یو شمېر افغاني سپورټس خبریالان هم د دې پخلې کوي.

د محمد شهزاد د ټیم نه وېستو وجه که د ټیم دننه سیاست دې، یا خرابه کارکردګی او یا انجري، خو شهزاد لخوا داسې ردعمل ورکول نه صرف د هغه د پاره بلکه ټول افغانستان ټیم لپاره زیان من دې. هغه نه صرف خپل کیرئیر په خطره کښې واچولو بلکه د ټیم نور لوبغاړي ئي هم انديښمن کړل د کومي اثر چې په دې مهم ټورنامنټ کښې د هغوي په کارکردګي غورځېدې شي.

محمد شهزاد له په دې اړه د صبر نه کار اخستل پکار وؤ او دا رنګ په میډیا بحث شروع کولو په ځآئي هغه ته دا معامله د بورډ لوړ پوړو چارواکو وړاندې اېخودل پکار وؤ.

باقي په ټوئټر او فېس بک مې اوکتل چې د افغانستان بعضې د کرکټ مینه وال محمد شهزاد باندې دا ټکونه کوي چې پاکستانې دې او کله هم افغانستان سره مخلص نشي کېدې.

محمد شهزاد خپل دوه دیرش کاله ژوند لس کاله افغانستان کرکټ ته ورکړې او دې کښې هیڅ شک نېشته چې که نن افغانستان ټیم دې پوزیشن ته راغلې چې د نړې هر ټیم ترې ویره محسوسي نو دې کښې د شهزاد هم ډېر برخه کردار دې.

هغه د خپل پلار جنازې په ځآئي د افغانستان ټیم میچ له فوقیت ورکړې او د بچو تربیت نه زیات وخت ئي هم خپل ټیم ته ورکړې. که اوس په هغه سخت راغلې نو دلاسه ورکولو په ځآئي د هغه په وفادارۍ شک کول ماته ظلم ښکاري.

 

Show More

Related Articles