د ويسټ انډيز او جنوبي افريقه ترمينځ لوبيدونکې ميچ د باران له وجې پاتي شوې

د کال دوۀ زره نورلسم نړيوال کرکټ کپ کښې د ويسټ انډيز او جنوبي افريقه ترمينځ لوبيدونکې ميچ تيره ورځ د باران له وجې پاتي شوې دې۔

تيره ورځ په ساؤتهمپټن کښې د ويسټ انډيز کپتان جيسن هولډر د ټاس ګټلو سره جنوبي افريقه ته د وړومبي بيټنګ کولو بلنه ورکړې خو ولې د ميچ او اتم اوور کښې د باران شروع کيدو له وجي لوبه وځنډولې شوه۔

د ميچ ځنډولو په وجه دواړو لوبډلو ته يو يو پوائنټ ورکړې شوې چې ورسره جنوبي افريقه په روان ټورنمنټ کښې د پرله پسې درې ماتي خوړولو ورسته يو پوائنټ ترلاسه کړې دې۔

بلخوا پاکستان به هم خپل ميچ سباله د دفاعي چمپئين آسټريليا په ضد لوبوي چې پکښې د پوهان په وينا د باران امکان څرګند شوې دې۔

د يادوني وړ ده پاکستان وړاندې هم د سري لنکا په ضد کيدونکې لوبه د باران له وجي پاتي شوي وۀ۔

Show More

Related Articles