نړيوال کرکټ کپ کښې نن بنګله ديش او سري لنکا ترمينځ ميچ لوبيري

د کال دوۀ زره نورلسم نړيوال کرکټ کپ کښې نن بنګله ديش او سري لنکا ترمينځ ميچ لوبيري چې پکښې بنګله ديش د کاميابي لپاره هيله مند دې۔

د نن ميچ دواړو لوبډلو لپاره مهم ګرځولې کيږي ولي چې دواړو په خپلو وړومبۍ دريو لوبو کښې يو يو ميچ ګټلې دې او د سيمي فائنل امکان باوري جوړولو لپاره دواړو ته په شپږو نورو ميچونو کښې پينځه ميچونه ګټل پکار دي۔

روان نړيوال کرکټ کپ کښې بنګله ديش د جنوبي افريقي نه ميچ ګټلو سره د کاميابي په لور تګ شروع کړې ؤ خو ولي په دويمه او دريمه لوبه کښې يي د نيوزي لينډ او انګلينډ څخه ماتي خوړلي ده۔

بلخوا سري لنکا هم د خپل تجربه لرونکي بيټسمين کوشل مينډس نه د ښه کارکردګۍ هيله لري او په ټورنمنټ کښې د ښه پوزيشن ترلاسه کولو خواهش لري۔

بلخوا د هغه ځاې د موسمياتو محکمي د  ميچ په مهال د باران وريدو امکان څرګنده کړې کوم چې د دواړو ټيمونو لپاره زيانمند ګرځيدلې شي۔

Show More

Related Articles