نړيوال کرکټ کپ کښې نن د پاکستان او آسټريليا ترمينځ مهمه ميچ لوبيږي

انګلينډ کښې روان نړيوال کرکټ کپ کښې به نن د پاکستان او آسټريليا ترمينځ مهمه ميچ لوبيږي۔

دغه ميچ به نن د انګلينډ ټاؤنټن کاونټي کرکټ ګراؤنډ کښې د پاکستاني وخت ترمخه غرمه دوۀ نيمې بجې شروع کيږي۔

که چرې د دواړو ټيمونو په اړه خبره وشي نو تراوسه دوې د يوبل په ضد نهه ځله يوبل ته مخامخ شوي چې پکښې پاکستان څلور ميچونه ګټلي او پينځه بائيللي دي۔

بلخوا د ميچ په مهال د باران وريدو امکان هم څرګنده شوې چې له وجي يي د ميچ متاثره کيدو انديښنه ښکاره شوي ده۔

Show More

Related Articles