نړيوال کرکټ کپ: آسټريليا پاکستان ته يو څلويښت رنز سره ماتي ورکړې

نړيوال کرکټ کپ کښې آسټريليا پاکستان ته يو څلويښت رنز سره ماتي ورکړې ده۔

تيره ورځ ټاونټن کښې شوي ميچ کښې د آسټريليا د درے سوه اته رنز په ځواب کښي د پاکستان ټول ټيم په دوه سوه شپږ شپيته رنزونو آوټ شوي دے۔

پاکستان ټاس ګټلو سره وړومبي د فيلډنګ کولو فيصله کړي۔ د آسټريليا ټيم د ښه شروعاتو سره دواړو اوپنرانو په شريکه يوسل شپږ څلويښت رنزونه جوړ کړي ټول ټيم د غوره لوبے کولو سره پاکستان ته ګټي د پاره درے سوه اته رنزونو هدف ورکړې دې۔

محمد عامر غوره باولنګ کولو سره پنځه لوبغاړي آوټ کړي او د آسټيريليا ټول ټيم په يوکم پنځوس اوور کښي درے سوه اووه رنزونه جوړکړي۔

پاکستان لخوا امام الحق دري پنځوس ، محمد حفيظ شپږ څلويښت او وهاب رياض پنځه څلويښت رنزونه جوړ کړي دي ۔او د درے سوه اته رنزونه هدف په ځواب کښي ټول لوبغاړي په دوه سوه شپږ شپيه رنزونو آوټ شوي دي۔

Show More

Related Articles