چترال کښې ضلعې پولو ټورنمنټ شروع شويدي

دے واري ټورنمنټ کښې د شندور پولو کلب ځلمو لوبغاړو هم برخه اخستي ده، ياد ټورنمنټ به د رواني مياشتي پنځوشتمي نيټي پوري دام لرې

ګل حماد فاروقي

چترال کښې ضلعې پولو ټورنمنټ شروع شويدې، په ړومبے ورځ لس ميچونه شويدې چي پکښې د پولو شل ټيمونو برخه اغستي ده۔ ضلعي پولو ټورنمنټ د چترال پولو ګرانډ باندي شروع شويدي چي پکښې دروش نه تر مستوج او شندور پوري لوب ډلي برخه اخلې۔

دے واري ټورنمنټ کښې د شندور پولو کلب ځلمو لوبغاړو هم برخه اخستي ده، ياد ټورنمنټ به د رواني مياشتي پنځوشتمي نيټي پوري دام لرې۔

د يو ټيم کپتان نظام علې ټي اين اين سره خبرو کښې ويلي دي چي د شندور پولو کلب آغاز ډيره غوره خبره ده ولي چي دے کښې ځلمو لوبغاړو ته د لوبي کولو موقع په لاس ورشي او هم دغه رنګ دا ځوانان بيا د پولو لوبي د لاري د چترال او خپل ملک نامه ټوله نړي کښې روښانه کړې۔

شهزاده انيس نومي مقامي کس خپلو خبرو کښې ويلي دي چي ځلمو لوبغاړو ته دے ګراني دور کښې د اس ساتم ډير ګران شويدي ولي چي د يو اس په پالنه باندي د مياشتي دولس زره روپو پوري خرچ رازي کوم چي د غريب کس د وس کار نه دي۔

دوي حکومت نه غوښتنه کړې چي دے لړ کښې مقامي لوبغاړو سره مالي مرستي اوکړي شي چي لوبه نوره هم ترقي اوکړې ولي چي دا سيلګري ته وده ورکولو کښې ډيره مرسته کولې شي نو حکومت ته پکار چي دے ته پام لرنه اوکړي۔

Show More

Related Articles