ڼري وال کرکټ کپ کښي نيوزي لينډ جنوبي افريقي ته د خوندري لوبے روسته ماتي ورکړي

نړي وال کرکټ کپ په پنځويشتم ميچ کښي نيوزي لينډ جنوبي افريقه ته په څلور وکټوسره ماتي ورکړي ده

نړي وال کرکټ کپ په پنځويشتم ميچ کښي نيوزي لينډ جنوبي افريقه ته په څلور وکټوسره ماتي ورکړي ده۔

تيره ورځ شوي ميچ کښي د کيوي کپتان کين وليم سن د جنوبي افريقي د دوه سوه دوه څلويښت رنز په جواب کښي يوسل درے رنز کولو سره ټيم کاميابئ سره مخ کړي دي۔

او مطلوبه هدف ي د شپږ وکټو په تاوان د څلورو بالونو پاتيکيدو سره پورا کړي دے۔

د جنوبي افريقي لخوا کرس مورس درے،رباډا، نيګډي اوپهلکوايو يو يو وکټه ترلاسه کړي ده۔

د دے نه وړاندے نيوزي لينډ ټاس ګټلو سره ړومبي د فيلډنګ کولو فيصله کړي خو د پچ لوند له وجي ميچ لږ ناوخته شروع شوي د کومے په وجه چي د ميچ يو يو اوور کم کړي شوي وو۔

جنوبي افريقي ټيم شروع ښه نه وه او په مقرره يوکم پنځوس اوورز کښي د شپږ وکټو په تاوان دوه سوه يو څلويښت رنزونه جوړکړے شول۔

کوم چي نيوزي لينډ د شپږ وکټو په تاوان په اته څلويښت اعشاريه دوه اووز کښي پورا کولو سره جنوبي افريقي له ماتي ورکړي ده۔

Show More

Related Articles