نړيوال کرکټ کپ : بنګله ديش لوبډلې افغانستان ته ماتي ورکړي

نړي وال کرکټ کپ په يو ديرشم ميچ کښي د بنګله ديش لوبډلې افغانستان ته ماتي ورکړي ده۔

تيره ورځ شوي ميچ کښي بنګله ديش وړومبي بيټنګ کولو سره مقرره پنځوس اورونو کښي دوه سوه دوه شپيته رنز جوړ کړي د کومې په ځواب کښي چي د افغانستان لخوا ګل بدين نائب او رحمت شاه د يوکم پنځوس مجموعي رنز کولو رحمت شاه په څليريشت ولي ګل بدين په اووه څلويښت رنز اوټ شويدي۔

هشمت الله شهيدي يولس،محمد نبي په صفر،اصغر په شل، نجيب الله زردان په دريويشت ولي راشد په دوه رنز جوړولو سره اوټ شوي دي۔

د بنګله ديش لخوا شکيب الحسن پنځه لوبغاړي اوټ کړيدي۔

د بنګله ديش لوبغاړي مشفق الرحيم غوره لوبه کولو سره درے اتيا رنز جوړ کړي ولي شکيب الحسن يو پنځوس رنز جوړ اوټ شوي دے، مصدق حسين په پنځه ديرش رنز پولين ته ستن شوي دے۔

د افغانستان لخوا مجيب الرحمان درے،ګل بدين نائب دوه او محمد نبي يو وکټ ترلاسه کړي ده۔

Show More

Related Articles