نړيوال کرکټ کپ : هند د يو اړخيزې لوبې ورسته ويسټ انډيز ته ماتي ورکړې

د ويسټ انډيز لوبډله په ټورنمنټ کښې د پرله پسې شپږمې ماتي خوړولو سره له سيالو نه بهر شوي، ويسټ انډيز په دې سيالو يواځې له پاکستانه ميچ ګټلې ؤ۔

هند د نړيوال کرکټ کپ په سيالي کښې ويسټ انډيز ته د يو اړخيزې لوبې ورسته په يوسل پينځويشت رنزونو ماتي ورکړې ده۔

هند د وړومبي بيټنګ کولو سره ويسټ انډيز ته په ټاکل شوي پنځوس اوورونو کښې د ګټې لپاره د دوۀ سوه يوکم اوويا رنزونو هدف ورکړې وو چې په ځواب کښې يې د ويسټ انډيز ټول ټيم په يوسل درې څلويښت رنزونو آؤټ شوے دے۔

د لوبې ګټلو ورسته هند په پوائنټس ټبيل دويم لمبر ته رسيدلې له دې وړاندې هند د شپږلوبو ګټلو سره يوولس پواينټونه اخستي وو۔

د ويسټ انډيز لوبډله په ټورنمنټ کښې د پرله پسې شپږمې ماتي خوړولو سره له سيالو نه بهر شوي، ويسټ انډيز په دې سيالو يواځې له پاکستانه ميچ ګټلې ؤ۔

د هند لخوا په کپتان ويراټ کوهلي يوځل بيا ښه لوبه کړې او په ټورنمنټ کښې يې پرله پسې څلورمه ففټي جوړه کړې، هغه په دې لوبه کښې دوۀ اوويا رنزونه جوړ کړي دي۔

له دې ترڅنګ پخواني کپتان مهندر سنګه هم شپږ پينځوس رنزونو جوړ کري دي۔

په باولنګ کښې د هند لخوا محمد شامي څلور، بومرا، او چاهال دوۀ دوۀ ولې پانډيا او کلديپ ياديو يو يو لوبغاړې آؤټ کړے دے۔

په غوره لوبه کولو د هند کپتان ويراټ کوهلي د لوبې غوره لوبغاړې ګرځولي شوې دې۔

Show More

Related Articles