نړيوال کرکټ کپ کښې نن د بهارت او نيوزي لينډ ترمينځ وړومبې سيمي فائنل لوبيږي

اوپنر روهت شرما نيوزي لينډ لپاره لويه خطره  جوړيدي شي چا چې تر اوسه په ټورنمنټ کښې پينځه سليزې( سنچريانې) کړي دي

نړيوال کرکټ کپ کال دوه زره نولس د ختميدو په لور روان دے چې له مخي يي د ورلډ کپ وړومبي سيمي فائنل به نن د نيوزي لينډ او د ايونټ فيورټ بهارت ترمينځ  مانچسټر  کښې لوبولے شي۔

بهارت اوسه پورے ايونټ کښې د ټوله نه غوره لوبه کړي ده او د ښه کارکردګۍ په بنياد په پوائينټس ټيبل د وړومبي ټيم په حيث د ايونټ راونډ مرحلے سره يي اختتام کړي دي۔

بهارت ټيم يواځي د کوربه انګلينډ نه ماتي خوړلې ده ولي د دې نه علاوه ټولو ټيمونو په ضد بهارت کاميابي موندلے ده او په مجموعي توګه يې اووه ميچمونه ګټلي دي۔

بل اړخ ته نيوزي لينډ ټيم ايونټ کښي د غوره لوبے وړاندې کولو سره وړومبي پنځه ميچونه ګټلي خو د پاکستان ټيم نه ماتي خوړولو سره يې پرله پسي درے ميچونه بيللے دي۔

سيمي فائنل په دے حواله سره ډير د دلچسپۍ حامل دي چي دواړه ټيمونو ترمينځ راونډ ميچ د باران له وجي نه وو شوي او دوي دواړو ته د يوبل د کمزرو يا خوبيانو پته نه وه ليګيدلے۔

که چري د ټيم د فارم په حواله خبره اوکړي شي نو بهارتي ټيم دا وخت ښه فارم کښي دے او اوپنر روهت شرما نيوزي لينډ لپاره لويه خطره  جوړيدي شي چا چې تر اوسه په ټورنمنټ کښې پينځه سليزې( سنچريانې) کړي دي۔

څه د پاسه يو ارب د قام توقعات د بوج لاندي بهارتي ټيم د ميچ او ورلډ کپ کښي کاميابي ترلاسه کولو له پاره به لوئي فشار کښي وي۔

د بهارتي ټيم په ترس نيوزي لينډ ټيم تير درے ميچونه بيللے دي او د بيټنګ لائن ناکامئ په وجه د سخت فشار ښکار به وي۔

بهارتي ټيم کپتان ويرات کوهلي ټاس ګټلو او د وړومبي بيټنګ کولو د اهميت نه انکاري دي خو ولي اوسه پورے په مانچسټر کښي د ورلډ کپ شوي ټولو ميچونو کښي وړومبي بيټنګ کولو واله ټيم کاميابه شوي دے۔

د ورلډ کپ دويم سيمي فائنل به په يولسمه جولائي ناټنګهم کښي لوبولے شي

Show More

Related Articles