د هند او نيوزي لينډ ترمينځ پرون نيمګرې پاتې شوې سيمي فائنل نن بيا شروع کيږي

نړيوال کرکټ کپ کال دوه زره نورلس د نيوزي ليڼد او بهارت ترمينځ وړومبي سيمي فائنل تيره ورځ د باران له وجي متاثره شوي وو د کوم به چي نن مکملولے شي۔

نيوزي لينډ به نن خپل نيمګړي اننګز د پنځه لوبغاړو په تاوان په دوه سوه يولس رنز نن بيا شروع کوي او باقي پاتي درے اوورز او پنځه بالونو ميچ به سرته رسولے شي د کومے روسته چي به بهارت د دغه هدف پوره کولو له پاره لوبيږي۔

تيره ورځ نيوزي لينډ په شپږ څلويښت اعشاريه يو اوورز کښي د پنځه وکټو په تاوان دوه سوه يولس رنز جوړ کړي وو کوم چي د باران له وجي اودرولے شو، که چري نن هم د باران له وجي ميچ متاثره شو نود بهارت ټيم په پوائينټس ټيبل د سرفهرست په بنياد به فائنل اورسيږي۔

د ورلډ کپ وړومبي سيمي فائنل اولډ ټريفورډ ګراونډ کښي د بهارت او نيوزي لينډ ترمينځ لوبيږي او نيوزي لينډ ټاس ګټلو سره ړومبي د بيټنګ فيصله کړي وه۔

Show More

Related Articles