ورلډ کپ سيمي فائنل: نيوزي لينډ خوندوري مقابلي ورسته هند ته ماتي ورکړي

د هندوستان مظبوط ټيم ته په ګرانه وکټ د ګټي دپاره د دوه سوا څلويخت رنز هدف ميلاو شو ولي د هند بيټسمينان د نيوزي لينډ خوندور باؤلنګ مخي ته ناکامي سره مخ شو

 نړوال کرکټ کپ سيمي فائنل کښې نيوزي لينډ د باران نه متاثره ميچ کښې هندوستان ته اتلس رنز سره ماتي ورکړيده او پرله پسي په دويم وار ورلډ کپ فائنل ته رسيدو اعزاز ئي په خپله نامه کړے دي۔

مانچسټر اولډ ټريفورډ کښې لوبيدلي ميچ تيره ورح باران نه متاثره کيدو له امله اودرولي شوي وو د کومي ورسته چي د نيوزي لينډ لوب ډلي په دويمه ورځ خپل نيمي کښې پاتي شوي اننګز بيرته شروع کړو۔

د هندوستان مظبوط ټيم ته په ګرانه وکټ د ګټي دپاره د دوه سوا څلويخت رنز هدف ميلاو شو ولي د هند بيټسمينان د نيوزي لينډ خوندور باؤلنګ مخي ته ناکامي سره مخ شو۔

روهت شرما، ويرات کوهلي او راهول صرف په يو يو رن باندي د پويلين مخه اوکړه او دغه وخت بهارت مجموعي سکور صرف پنځه وو، د کومي ورسته چي دنيش کارتک صرف شپږ رنز او د څليريشت په مجموعي سکور باندي آؤټ شو۔

د هندوستان د لوري په پنځوم وکټ باندي هرډيک پانډيا او رشبھ پانټ د اووه څلويخت رنز پاټنر شپ اوکړو او سکور ئي يو اويا ته وو رسولو ولي پانټ دوه ديرش رنز جوړولو سره آؤټ شو۔

چي کله پخواني کپتان دهوني بيټنګ له راغلو نو د هندوستان لوب ډله ډېره د فشار ښکار وه ولي هغه ذمه داري ترسره کولو د پانډيا سره په شريکه يويشت رنز جوړ کړل او ټيم ئي سخت وخت نه راوو باسلو پورا هڅه ئي اوکړه ولي دے مهال پانډيا يو دنګ شاټ لوبو په هڅه کښې په دوه ديرش رنز آوت شو او دغه وخت د هند شپږو وکټو په ځيان دوه نوې سکور وو۔

بهارت په يو کم پنځوستم اوور کښې دوه نقصانونه برداشت نه کړے شول او دهوني پنځوس رنز جوړولو آوټ شو، د کومې ورسته چي فرګوسن د بهونيشور کمار وکټ هم د مينځه يوړو او د بهارت فائنل ته رسيدو ارمان نيمګري پاتي شو۔

د بهارټ ټول ټيم په آخري اوور کښې دوه سوا يويت رنز جوړولو سره د خوندوري مقابلي ورسته سيمي فائنل کښې په اتلس رنز سره د ماتي سره مخ شو۔

Show More

Related Articles