نړيوال کرکټ کپ : انګلينډ په دويم سيمي فائنل کښې آسټريليا ته ماتي ورکړې

د نړيوال کرکټ کپ په دويم سيمي فائنل کښې کوربه ټيم انګلينډ دفاعي چيمپئن آسټريليا ته په اته وکټو ماتي ورکړې او فائنل ته رسيدلې دې۔

تيره ورځ شوې لوبه کښې آسټريليا انګلينډ ته د ګټي لپاره د دوۀ څلريشت رنزونو هدف وکړې ؤ کوم چې هغوئ په دوۀ دريشم اوور کښې د دوۀ لوبغاړو په زيان پوره کړې دې۔

د سيمي فائنل ګټلو ورسته انګلينډ په د جولايۍ په څوارلسمه نيټه د نيوزي لينډ په ضد فائنل لوبوي، دواړه ټيمونو تراوسه نړيوال کپ نه دې ګټلې ۔

د کال نورلس سوۀ دوۀ نوري ورسته انګلينډ په وړومبي ځل فائنل ته رسيدلې او دا په دغه کال انګلينډ په فائنل لوبه کښې د پاکستان د لاسه ماتي خوړلي وه۔

تيره ورځ شوي لوبه کښې د د آسټريليا کپتان د ټاس ګټلو سره د وړومبي بيټنګ فيصله کړې ؤه کومه چې کاميابه ثاب نه شوه۔

د انګلينډ لخوا جسين راۓ د پينځه اتيا رنزنو سره غوره اننګز لوبولې او مين اف دي ميچ ګرځولې شوې دې۔

Show More

Related Articles