کرکټ ورلډ کپ فيصله نن لارډز ګراونډ باندي کيږي

اوئن مورګن ويلي دي چي د نيوزي لينډ لوب ډله خطرناکه ده ځکه ئي موږ کمزور حريف نه ګنړو، که چيرته په پرجوش ماحول کښې د انګلينډ ټيم ګټه اوکړي نو انګلش لوب ډلي ته به فائده وي

راتلونکي څلور کالو دپاره د کرکټ په نړي باندي بادشاهي کولو دپاره نن د انګلينډ او نيوزي لينډ ټيمونه تاريخي لارډز ميدان باندي يو بل ته مخامخ کيږي، ګټه به د چه په برخه رسي ولي تاريخ په ضرور جوړيږي ځکه چي دواړو ټيمونو اوسه پوري ورلډ کپ نه دے ګټلې۔

ميچ به د پاکستاني وخت ترمخه ماسپخين دوه نيمي بجي شروع کيږي۔

د انګلينډ کرکټ ټيم کپتان اوئن مورګن ويلي دي چي د نيوزي لينډ لوب ډله خطرناکه ده ځکه ئي موږ کمزور حريف نه ګنړو، که چيرته په پرجوش ماحول کښې د انګلينډ ټيم ګټه اوکړي نو انګلش لوب ډلي ته به فائده وي۔

د لارډز په ميدان فائنل ګټلو سره خپل اولس ته تخفه ورکول غواړو۔

د انګلش ټيم کپتان دا هم ويلي دي چي موږ د فائينل ګټي دپاره پرغزم يو، موږ ته ټورنمنټ کښې کښې د خپلو خلقو له لوري ډېر ملاتړ ترلاسه شويدي او دے سپورټ لاندي موږ چيمپئن جوړيدل غواړو۔

بل لوري ته د نيوزي لينډ کرکټ ټيم کپتان کين وليم سن ويلي دي چي د ورلډ کپ ګټلو دپاره به موږ تر هره حده پوري زو ، موږ فيورټ نه ګرځولے کيږو دغه موږ دپاره غوره خبره ده، موږ ته د خپل قابليت اندازه ده۔ ده اويل چي خوشي فهمي کښې د پروتو په ځي به غوره کرکټ لوبه وو، د ګټي ګارنټي نه شو ورکولي ولي ګټي دپاره هڅه کوو۔

Show More

Related Articles