نيوزي لينډ ته ماتي ورکولو سره انګلينډ په ړومبئ وار د کرکټ نړوال چيمپئن جوړ شويدې

د ميچ په آخري بال باندي د انګلينډ آخري لوبغاړي د دويم رن جوړولو په کوشش کښې رن آؤټ شو او دغه شان ميچ برابر پاتي شو۔

سپر اوور کښې نيوزي لينډ ته ماتي ورکولو سره د انګلينډ ټيم په ړومبئ ځل د کرکټ نړوال چيمپئن جوړ شويدې۔ د کيوي ټيم دوه سوا دوه څلويخت رنز هدف په مقابله کښې د انګلش ټيم ټاکلي شوي پنځوس اوورز کښې دوه سوا يو څلويخت رنز جوړ کړے شول۔

انګلش لوب ډلي ته آخري اوور کښې پنځلس رنز پکار وو ولي د کيوې بولر ټرينټ بولټ په ړومبئ دوه بالو باندي يو رن هم ورنکړو۔ د کومي ورسته چي انګلش بيټسمين اسټوکس په بل بال باندي خوندوره چوکا وو وخله او ميچ يو واري بيا خپل لوري ته راواړولو، په څلورم بال باندي دوه رنز جوړ کړے شول او د اوور تهرو له امله د انګلش ټيم ته شپږ رنز ترلاسه شول کوم سره چي د نيوزي لينډ مينه وال خفګان او فشار سره مخ شول ولي پنځم ګيند باندي دوه رنز جوړولو په هڅه عادل رشيد رن آؤټ شو۔

د ميچ په آخري بال باندي د انګلينډ آخري لوبغاړي د دويم رن جوړولو په کوشش کښې رن آؤټ شو او دغه شان ميچ برابر پاتي شو۔

سپر اوور

سپر اوور کښې د انګلينډ لخوا اسټوکس او بټلر لوبيدلو دپاره راغلل چه چي د شپاړلس رنز هدف ورکړو، د نيوزي لينډ لوب ډله هم سپر اوور کښې آخري ګيند باندي رن آؤټ شو او دغه شان ميچ يو واري بيا برابر پاتي شو ولي ميچ کښي سيوا باؤنډريز په بنياد باندي انګلش ټيم فاتح وو ګرځولي شو۔

نيوزي لينډ اننګز

له دے وړاندي په تاريخي لارډز ګراؤنډ باندي د نيوزي لينډ کپتان کين وليمسن د فائنل ميچ ټاس ګټلو سره ړومبئ د بيټنګ کولو فيصله اوکړه، د کيوزي لوب ډلي په ټاکلي شوي پنځوس اوورز کښې د اته وکټو په ځيان دوه سوا يو څلويخت جوړ کړل ، د نيوزي لينډ د لوري نکولس پنځه پنځوس او ليتهم اووه څلويخت ټولو نه سيوا رنز جوړ کړي وو۔

انګلش ټيم ليام پلنکټ او ووکس دري دري لوبغاړي آوټ کړي۔

بين اسټوکس شاندار آل راؤنډر کارکردګي باندي غوره لوبغاړي ګرځولي شوي او د نيوزي لينډ کپتان کين وليمسن پليئر آف دي ټورنمنټ ګرځولي شويدي۔

ورلډ کپ انعامي رقم

د کرکټ نړوال کپ ګټونکي ټيم ته به څلويخت لاکه امريکائي ډالر ورکول کيږي۔ لارډز کښې د فائنل سره د آئي سي سي ورلډ کپ ميله سرته رسيدلي ده، او دا چي فائنل کښې بيلاد سره مخ ټيم د شل لاکه ډالر حقدار ګرځولي شويدي۔ د پاکستان ټيم ته دري لاکه ډالر ميلاو شويدي۔ آئي سي سي ورلډ کپ دپاره د يو کروړ ډالر انعامي رقم اعلان کړۓ دې۔

Show More

Related Articles