چيف سليکټر انضمام الحق د خپلې څوکۍ پريښودو اعلان کړے

مونږ چې څه رنګ آخري څلور ميچونو وګټل هغه د ټولو په وړاندې دي خو ولي له بده مرغه زمونږ ټيم مخ پر وړاندې تګ ونکړو

د پاکستان کرکټ ټيم پخواني کپتان او اوسني چيف سليکټر انضمام الحق د خپلې څوکۍ پريښودو اعلان کړے دے۔

لاهور کښې د خبري کانفرانس په مهال انضمام الحق ويلي تر دريو کالو مې په ښه توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره کړې خو ولي اوس به د جولايۍ د دريرشمې نيټې ورسته په خپله موده پوره کيدو د چيف سليکټر څوکۍ نه لري کيږم۔

انضمام الحق ويلي يو کرکټر يم او روزګار مې هم د دې پيشې سره تړلې دې، که چرې له دې ورسته کرکټ بورډ هغه ته کومه بله ذمه واري سپارې نو هغه به پرې سوچ کوي خو ولې د سيلکشن کميټۍ چاري ترسره کولو لپاره هغه بخښنه غوښتلې ده۔

په نړيوال کرکټ کپ کښې د قامي ټيم کارګردګۍ په اړه انضمام الحق ويلي د يو کرکټر په توګه نړيوال کرکټ کپ کښې د پاکستاني ټيم کارګردګۍ ته په ښه سترګه ګورم، مونږ چې څه رنګ آخري څلور ميچونو وګټل هغه د ټولو په وړاندې دي خو ولي له بده مرغه زمونږ ټيم مخ پر وړاندې تګ ونکړو۔

ياده دي وي چې درې کاله وړاندې د قامي ټيم پخوانې کپتان انضمام الحق د قامي سليکشن کميټۍ مشر ټاکل شوې ؤ، د هغه په دور کښې قامي ټيم په ټيسټ او يو ورځنۍ  لوبو کښې غوره کارګردګي نه ده ښکاره کړې چې له وجې يې پخواني کرکټرانو د انضمام په سليکشن نيوکي کړي دي۔

دا هم د يادوني ده چې د چيف سيلکټر په توګه د انضمام الحق د عهدې معياد په اپريل کښې ختم شوې ؤ خو ولې د پاکستان کرکټ بورډ لخوا د هغه موده تر نړيوال کرکټ کپ غځولې شوې وۀ۔

Show More

Related Articles