آئي سي سي د زمبابوے کرکټ بورډ معطل کړې

نړي وال کرکټ کونسل(آئي سي سي ) حکومتي مداخلت او د بورډ آزاده او صفا ستهره ټاکنو کښي په ناکامئ د زمبابوے کرکټ بورډ معطل کړے دے۔

لندن کښي د آئي سي سي لخوا جاري شوي بيان ترمخه د کونسل کليزه غونډه کښي د آئي سي سي بورډ په يوصلاح دا فيصله کړي ده چي د کونسل مستقل رکن ملک زمبابوے  د کرکټ په معاملاتو کښي د حکومتي مداخلت او د بورډ شفاف و ازاده ټاکني باوري کولو کښي په ناکامۍ دي دا به سمدستي توګه معطل کړي شي۔

د بيان ترمخه د زمبابوے کرکټ بورډ په جمهوري انداز کښي د کرکټ معاملات چلولو کښي په ناکامئ معطل کړي شوي دے او د فيصلے ترمخه زمبابوے ته د آئي سي سي فنډ ورکول بند کړي شوي دے۔

او دا چي د معطلۍ  وروسته دا ټيم به د آئي سي سي کوم يو ايونټ کښي ګډون نه کوي۔

د معطلۍ  وروسته د زمبابوے اکتوبر کښي کيدونکي ورلډ ټي ټوئنټي کواليفائر کښي ګډون هم شکمن شوي دي۔

آئي سي سي زمبابوے ته درے مياشتو کښي په جمهوري طرز کښي د کرکټ بورډ د بحالۍ امر کړي دي۔

Show More

Related Articles