وزيراعظم عمران خان قامي کرکټ ټيم کښي د بدلون فيصله کړي

د نړي وال کپ کال نورلس سوه دوه نوي د ګټه ور ټيم کپتان او وزير اعظم عمران خان د پاکستان کرکټ ټيم کښي د بدلون اعلان کړي دي۔

واشنګټن کښي اولسي جلسے ته د وينا په وخت د پاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي  چي هغه د انګلينډ نه د خپل کرکټ شروع کړي خو ولې په  نړۍ کښي يې د ټولو نه سيوا د  کرکټ ټيلنټ په پاکستان کښي ليدلې دې۔

هغه وويل چي په کرکټ کښي د آسټريليا ټيم د ټولو نه سيوا کامياب شوې ولي چي هلته ميرټ موجود دے۔

عمران خان ويلي چي په نړيوال کپ کښي د کارکردګۍ کتو نه وروسته يې د پاکستان کرکټ ټيم د ټهيک کولو فيصله کړې ده۔

دوي ويلي چي راتلونکي نړيوال کپ کښي به د پاکستان غوره ټيم رامخې ته کوي او د کرکټ نظام به ټهيک کولے شي۔

Show More

Related Articles