فاسټ باولر محمد عامر ټيسټ کرکټ نه ريټائرمنټ اعلان کړېدې

ټيسټ کرکټ پريخودو فيصله آسان کار نه وو ولي د کرکټ روايتي فارميټ کښې د پاکستان نمائيندګي کول مه دپاره د وياړ خبره ده

قامې کرکټ ټيم فاسټ بولر محمد عامر د ټيسټ کرکټ نه ريټائرمنټ اعلان کړيدے۔ ميډيا سره خبرو کښې محمد عامر ويلي دي چي ټيسټ کرکټ نه مي د بيليدو فيصله کړي ولي يو ورځني کړکټ به لوبه وم۔

ده ويلي چي ټيسټ کرکټ پريخودو فيصله آسان کار نه وو ولي د کرکټ روايتي فارميټ کښې د پاکستان نمائيندګي کول مه دپاره د وياړ خبره ده۔

محمد عامر وړاندي ويلي دي چي راتلونکي د آئي سي سي ټي ټونټئي ورلډ کپ کښې ګډون دپاره به خپل فټنس په ځائي ساتلو کوشش کوم، او دا چي پاکستان کرکټ بورډ ډيره مننه کوم چي چه چي ماته خپله سينه د ګولډن سټار لوګو لګولو موقع راکړي ده۔

ايم ډې پي سي بي وسيم خان ويلي دي چي محمد عامر شمير د موجوده دور په غوره ټيسټ بولرانو کښې کيږي، قامي ټيسټ کرکټ ټيم ګراونډ او ډريسنګ روم به د محمد عامر کمي محسوسه وې۔

څرګنده دے وي چي محمد عامر د کال دوه زره نهه جولائي مياشتي نه د سرلنکا پرضد ګال ټيسټ کښې د خپل ټيسټ کيريئر شروع کړي وه، دوي قامي کرکټ ټيم له لوري شپږ ديرش ټيسټ ميچونو کښې يو سل نورلس وکټي ترلاسه کړيدې۔

Show More

Related Articles