نړيوال کرکټ کونسل د نړيوال ټيسټ چيمپين شپ اعلان کړې

د نړيوال تيسټ چيمپئن شپ سيالۍ به دوۀ کالو کښې پوره کيږي چې به پکښې اووۀ ويشت سيريز لوبولې او په مجموعي توګه به پکښې دوۀ اوويا ټيسټ لوبې کولې شي

نړيوال کرکټ کونسل (آئي سي سي) په وړومبي ځل د نړيوال ټيسټ چيمپين شپ اعلان کړې چې به پکښې په دغه سيالو کښې نهه ټيمونه برخه اخلي۔

دغه ټيمونو کښې آسټريليا، بنګله ديش، انګلينډ ، هند ، نيوزي لينډ ، پاکستان ، جنوبي افريقا ،سري لنکا او ويسټ انډيز شامل دي۔

د آئي سي سي لخوا جاري شوي بيان ترمخه د نړيوال تيسټ چيمپئن شپ سيالۍ به دوۀ کالو کښې پوره کيږي چې به پکښې اووۀ ويشت سيريز لوبولې او په مجموعي توګه به پکښې دوۀ اوويا ټيسټ لوبې کولې شي۔

د نړيوال تيسټ چيمپئن شپ وړومبۍ سيالي د انګلينډ او آسټريليا ترمينځ د اګست په وړومبۍ نيټه شروع کيږي او دا چې د چيمپئن شپ فائنل به د جون مياشت کال دوه زره يوويشت کښې انګليډ کښې کولې شي۔

د ياد چيپمئن شپ په مهال به هر ټيم دري ملکي او دري غير ملکي سيريز لوبوي او د هر سيريز به شپږشلې پواينټونه وي۔

په دوه ټيسټ لوبو مشتمل سيريز به شپيته، شپيته پوائنټس وي ولي په دريو ټيسټ لوبو مشتمل سيريز د هر ميچ به څلويښت پواينټونه وي همداشان د څلور ټيسټ ميچونو په سيريز کښې يو ميچ ګټلو باندې ديرش پوائنټونه  او د ميچ برابر پاتي کيدو په صورت کښې دواړه ټيمونو ته پينځلس پينځلس پواينټونه ورکولې شي۔

له دې ترڅنګ د ميچ ډرا کيدو په صورت کښې به هم دواړه ټيمونو ته لس لس پواينټونه ورکولې کيږي۔

Show More

Related Articles