د قامي ټيم يو بل لوبغاړي د هندوستان زوم جوړيدو فيصله کړې

د فاسټ بولر حسن علي او هندي جينۍ شاميه ترمينځ ملګرتيا د يو نزدې ملګرې له لارې شوې او د دواړو وړومبې ملاقات دبئ کښې شوے

د شعيب ملک او ثانيه مرزا نه پس د پاکستان کرکټ ټيم يوبل لوبغاړي په هند کښې د يو جينۍ سره د واده فيصله کړې ده۔

ذرائعي وايي د فاسټ بولر حسن علي او هندي جينۍ شاميه ترمينځ ملګرتيا د يو نزدې ملګرې له لارې شوې او د دواړو وړومبې ملاقات دبئ کښې شوے دے۔

د ذرائعو ترمخه د شاميه تعلق د هند هريانه رياست سره دے او هغي په نجي ائيرلائن (الوتکه) کښې نوکره ده۔

د ذرائعو وينا ده چې د حسن علي کورنۍ هم د دواړو د واده د فيصلې پخلې کړې او د هغوئ او د شاميه د کورنۍ ترمينځ د واده خبره هم روانه ده۔

ذرائعي وايي شاميې په انګلينډ کښې د انجينئرنګ زده کړه ترلاسه کړې او هغه دا مهال د کورنۍ سره په دبئ کښې استوګنه لري ولي د کور نور خلک يې د هند په نوي ډلي کښې ميشت دي۔

د ذرائعې ترمخه د حسن علي د شاميه سره د اګست په شلمه نيټه د نکاح امکان دې او دې لړ کښې د دبئ په يو فائيو سټار هوټل کښې بکنګ هم شوے دے۔

ذرائعي زياتوي في الحال د دواړو ترمينح د نکاح دستوره ترسره کيږي ولي د ډولۍ او وليمې دستوره به راتلونکي کال کښې ترسره کيږي۔

په ډاګه دي وي چې له دې نه وړاندې پاکستاني لوبغاړو کښې شعيب ملک ، محسن خان او اطهر عباس هم د هندي جينکو سره وادونه کړي دي۔

 

Show More

Related Articles