سري لنکا ولې پاکستان کښې د تيسټ په ځاې د يو ورځني سيريز لوبولو فيصله کړې ؟

د سري لنکا لخوا د ميچونو ختمي نيټه نه ده ورکړې شوې خو دومره ويل شوي چې ميچونه د روان کال په پائي کښې لوبولې شي

د سري لنکا د لوبو وزير هارين فرنينډو ويلي د دوي ټيم به د روان کال په پائې کښې د ټيسټ سيريز په ځاې د مختصر دورانيے درې ميچونو لوبولو لپاره د پاکستان دوره کوي۔

تيره اوونۍ د سري لنکا سيکورټي وفد په پاکستان کښې د لوبو د سيکورټي صورتحال جائزې اخستو لپاره د پاکستان په دوره راغلې ؤ د کومې په اړه چې کرک انفو ويلي د سري لنکا سيکورټي ډلي خپل بورډ له مثبت رپورټ ورکړې د کومې ورسته چې کال دوۀ زره نهم په مهال پاکستان کښې د سري لنکا په ډلي د شوي حملې ورسته ټيسټ کرکټ بيرته راتلې شي۔

دا مهال د سري لنکا کرکټ بورډ چيف ايګزيکټيو افسر ايشلے ډي سلوا ويلي دوي ته د خپل سيکورټي ټيم لخوا مثبت رد عمل ترلاسه شوې او دا چې پاکستان ته به د کرکټ ټيم ليږلو نه وړاندې د پاکستان کرکټ بورډ سره په ځيني صورتحال خبري کوي او دې لړ کښې به د حکومت سره هم صلاح مشوره کولې شي۔

همدا رنګ د لوبو وزير هارين فرنينډو ويلي پاکستان سري لنکا ته په لاهور او کراچۍ کښې د دوۀ تيسټ ميچونو لوبولو وړانديز کړې خو د سري لنکا ټيم به د ټيسټ سيريز په ځاې درې يوورځني او يا ټي ټوئنټي سيريز لوبولو لپاره پاکستان ته په اته ورځنۍ دوره راځي۔

د سري لنکا لخوا د ميچونو ختمي نيټه نه ده ورکړې شوې خو دومره ويل شوي چې ميچونه د روان کال په پائي کښې لوبولې شي۔

بلخوا د پاکستان کرکټ بورډ چئيرمين احسان ماني د سري لنکا کرکټ چارواکو سره اړيکه نيولې او د ټيسټ سيريز نه لوبولو په فيصله يې هغوئ د خپل تخفظاتو نه خبر کړي دي۔

د ذرائعو ترمخه پاکستان کرکټ بورډ ويلي  د سري لنکا ټيم د صدارتي ليول سيکورټي ورکولو باور باجود د هغوئ د ټيسټ لوبولو نه انکار د پوهې نه بهر خبره ده، پي سي بي زياتوي د روان کال په پائي کښې د ايشن کونسل په غونډه کښې به په دې معامله خبره کوي۔

Show More

Related Articles