سري لنکا کرکټ ټيم به په پنځويشتم ستمبر کراچۍ ته رارسيږي:احسان ماني

پاکستان کرکټ بورډ او سري لنکا کرکټ راتلونکي سيريز له پاره د شيډول اعلان کړي دي۔

سري لنکا ته د روان کال ړومبي ورلډ ټيسټ چيمپئن شپ دوه ميچونه له پاره د اکتوبر مياشت کښي پاکستان ته راتلل وو خو ولي د دواړو ملکونو بورډونو فيصله کړي چي ړومبي يو ورځني او ټي ټوئنټي سيريز او بيا دويمي برخه کښي د دسمبر مياشت کښي به ټيسټ ميچونه لوبولے شي۔

سيريز کښي روبدل کولو فيصله د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين احسان ماني او د سري لنکا کرکټ صدر شامي سلوا د ټيلفيون د لارے په خبرو کښي کړي ده۔

د پاکستان کرکټ بورډ ترمخه سري لنکن ټيم به اوويشتم ستمبر نه تر نهم اکتوبر پورے په پاکستان کښي درے يو ورځني ميچونه او درے ټي ټويئنټي ميچونه لوبوي۔

سري لنکن ټيم به په پنځوشتم ستمبر کراچۍ ته رارسيږي چرته چي به په نهيشتم ستمبراو دويم اکتوبر درے يو ورځني ميچونه لوبولے شي۔ بلے مرحله کښي به سري لنکن ټيم لاهور ته ځي او په پنځم،اووم او نهم اکتوبر به په قذافي سټيډيم کښي درے يو ورځني ميچونه لوبوي۔

په دے موقع احسان ماني وئيلي چي پاکستان کښي کرکټ واپسۍ له پاره د سري لنکن کرکټ مرسته کړي او دوي د دواړو بورډونو ترمينځ د خبرو اترو د نتيجي نه ډير خوشحاله دے۔

احسان ماني وئيلي چي ټيسټ سيريز شيډول طے کولو نه وړاندے د اوورز محدود کولو سره په ميچونو کښي ګډون سره سري لنکن لوبغاړي ته په پاکستان کښي د سيکيورټۍ د صورت حال اندازه به شوي وي۔

 

Show More

Related Articles