بي سي بي د ډوميسټک کرکټ نوې ډهانچه اعلان کړې

د نوي سټرکچر ترمخه شپاړس ريجنز په شپږ ايسوسي ايشن کښې ضم شوي چې به پکښې ډوميسټک سټرکچر په دريو پړاؤنو کښې ويشل شوي دي

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چئيرمين احسان ماني ويلي زمونږ د سسټم په ښه والي کښې به وخت لګي خو زه هيله مند يم چې د نوې سسټم سره به زمونږ په کرکټ کښې ښه والي راځي۔

د کال دوه زرۀ نورلس او شلم لپاره د ډوميسټک کرکټ سټرکچر پرانستې دستوره کښې د ګډون په وخت د پي سي بي چئيرمين ويلي ډوميسټک کرکټ کښې د ښه کارکردګۍ مظاهره ښودونکو لوبغاړو مراعات به سيوا کولې شي او په نوي سټرکچر کښې به پخواني کرکټرانو لپاره د کوچنګ او منيجمنټ موقعې پيدا کولې شي۔

د نوي سټرکچر ترمخه شپاړس ريجنز په شپږ ايسوسي ايشن کښې ضم شوي چې به پکښې ډوميسټک سټرکچر په دريو پړاؤنو کښې ويشل شوي دي۔

هغه وويل په وړومبي پړاؤ کښې به شاوخوا د لس کم سلو سټي کرکټ ايسوسي ايشن سکولونو او کرکټ کلبونو ترمينځ مقابلې تابيا کيږي دويم پړاؤ کښې به د سټي کرکټ ټيمونه د انټرا سټي ټيمونه په لوبو کښې ګډون کوي او دريم کښې به شپږ ايسوسي ايشن ټيمونه د پي سي بي ترسيوري لاندې ټورنمنټ کښې ګډون کوي۔

احسان ماني ويلي کرکټ کښې ښه والې د پي سي بي وړومبۍ پاملرنه ده او د نوي ډوميسټک سټرکچر د نفاذ سره به د قامي لوبغاړو په کارکردګۍ کښې ښه والي راشي۔

دغه مهال چيف ايګزيکټو وسيم خان ويلي پاکستان کرکټ بورډ د ټيسټ کرکټ په اهميت باور ساتي او دا نوي سټرکچر به د ټيسټ چمئين شپ لپاره پاکستان يو ښه ټيم جوړولو کښې مرسته وکړي۔

هغۀ زياته کړه نوي سټرکچر کښې به په مجموعي توګه څلورنيم سوه لوبغاړي ، کوچز او نور سټاف ممبران ګډون کوي۔

Show More

Related Articles