د سري لنکا لست ملنګا د شاهد آپريدي ريکارډ مات کړې

نړيوال کرکټ ټي ټوئنټي لوبه کښې د سري لنکا تيز بولر لست ملنګا د قامي کرکټ ټيم پخواني کپتان شاهد آپريدي د ټولو سيوا وکټې اخستو ريکارډ مات کړے دے۔

د سري لنکا تيز باولر لست ملنګا د شاهد آپريدي دغه ريکارډ د نيوزي لينډ په ضد شوي ټي ټوئنټي لوبه کښې مات کړې او تر دې دمه هغۀ د ټولو سيوا نهه نوې وکټې اخستونکي د نړۍ وړومبۍ باولر جوړ شوے دے۔

ملنګا د شاهد آپريدي ريکارډ اول د کولن منرو په وکټ ترلاسه کولو برابر کړې او بيا ئي د کولن ډي ګرينډ هوم آؤټ کولو سره خپل ځان ټي ټوئنټي کرکټ کښې تر ټولو سيوا وکټې اخستونکې لوبغاړې جوړ کړے دے۔

د پاکستان کرکټ ټيم پخواني کپتان شاهد آپريدي ټي ټوئنټي کرکټ کښې اته نوي وکټې ترلاسه کړي دي او اوس د هرډول کرکټ لوبولو څخه ريټائرډ شوے دے۔

Show More

Related Articles