مصباح الحق د قامي ټيم ستر کوچ او وقار يونس د بولنګ کوچ ټاکل شوے

د پاکستان کرکټ بورډ  پخوانې کپتان مصباح الحق د قامي ټيم ستر کوچ او وقار يونس د بولنګ کوچ ټاکلے دے۔

د پي سي بي سليکشن پنځه کسيزه کميټۍ څو ورځې وړاندې د قامي ټيم مشر او بولنګ کوچ لپاره انټرويو کړې وه۔

سليکشن کميټې کښې وسيم خان، بازيد خان، اسد علي خان، ذاکر خان او انتخاب عالم شامل وو۔

ذرائعي وايي پاکستان کرکټ بورډ د شوي انټرويانو ورسته نن د مصباح الحق نامه د قامي ټيم ستر کوچ ولې د وقار يونس نامه د بولنګ کوچ لپاره ټاکلي ده او د کرکټ بورډ لخوا به څه ساعت ورسته په باضابط توګه د دې اعلان کيږي۔

مصباح الحق د پاکستان کرکټ کميټۍ غړے ؤ هغه څه موده وړاندې د کميټۍ څخه استعفي اخستې وۀ او د ټيم مشر کوچ څوکۍ لپاره يې خواست جمع کړې ؤ خو ولي وقار يونس په تيرو وختونو کښې د قامي ټيم د ستر کوچ په څوکۍ پاتي شوے دے۔

Show More

Related Articles