پخوانې ټيست کرکټ عبدالقادر په حق رسيدلې

د پاکستان کرکټ ټيم وکټ کيپر او بيټسمين کامران اکمل ويلي چي کرکټر عبدالقادر  لاهور کښې د زړه دورې له وجې په حق رسيدلے دے،د پخواني کرکټر ځوي سلمان قادر هم دخپل پلار د مرګ پخلي کړي دي۔

عبدالقادر په پنځلسم ستمبر کال نورلس سوه پنځه پنځوس کښي په لاهور کښي پيدا شوي وو، او دا کال نورلس سوه اووه اوويايم نه تر کال نورلس سوه درے نوي پورے د اووه شپيته ټيسټ او څوارلس ون ډے ميچونو کښي د پاکستان نمائندګي کړي ده۔

پنځه ون ډے ميچونو کښي دوي د کپتان په توګه هم خپل فرض پوره کړي دي ۔

کرکټ نه د ريټائرمنټ روسته عبدالقادر کمنټري هم کړي ولي د پي سي بي چيف سليکټر هم پاتي شوي دے خو بورډ چارواکو سره د اختلافو په وجه دوي مستعفي شوي وو۔

نورلس سوه اووه اتيا کښي د انګلينډ پرضد هوم ګراونډ کښي شپږ پنځوس رنز جوړلو سره نهه وکټي ترلاسه کول د دوي په ټيسټ کښي ولي ونډے کښي څلور څلويښت رنز ورکولو سره دوي پنځه وکټي اخستلو غوره لوبغاړي پاتي شوي وو۔

ون ډے کښي غوره لوبه دوي ورلډ کپ کال نورلس سوه درے اتيا کښي د سري لنکا پرضد کړي وه۔

د حق رسيدلے څلور ذامن دي کوم چي د فرسټ کلاس کرکټران هم دي۔

Show More

Related Articles