نورلس کلن ايشيا کپ کښې هند پاکستان ته په شپيته رنزونو ماتي ورکړې

د نړيوال نورلس کلن ايشيا کپ ټورنمنټ کښې هند پاکستان ته په شپيته رنزونو سره ماتي ورکړې ده۔

تيره ورځ د سري لنکا کولمبو ګراونډ کښې شوې د نورلس کلن ايشيا کپ کرکټ لوبه کښې هند د ټاس ګټلو سره وړومبې د بيټنګ فېصله  کړې او په ټاکل شوي پنځوس اوورنو کښې يي د نهه لوبغاړو په تاوان درې سوۀ پنځه رنزونه جوړ کړي دي۔

د هند لخوا ارجن آزاد يوسل يوويشت او تلک ورما يوسل لس رنزونه جوړ کړې ولي باولنګ کښې د پاکستان نسيم شاه او محمد عباس درې درې لوبغاړي آؤټ کړي دي۔

د هند لوبډلې درې سوه شپږ رنزنو په هدف کښې د پاکستان لوبغاړو د غوره لوبې مظاهره ونکړه او پرله پسي آوټ کيدو سره ټول ټيم په اووۀ څلويښتم اوور کښې دوۀ سوه پنځه څلويښت رنزونه جوړ کړي او لوبه يي په شپيته رنزونو بائللې ده۔

څرګنده دي وي چي ايشياکپ کښې دا د پاکستان پرله پسې دوۀ ماتې ولې چې له دې وړاندې افغانستان هم پاکستان ته شکست ورکړې دې۔

Show More

Related Articles