پاکستان دوره، سري لنکا د ون ډے او ټي ټونټي سکواډ اعلان کړي

سري لنکا د رواني مياشتي په اخيري هفته کښي کيدونکي د پاکستان دورے له پاره د ون ډے او ټي ټونټي سکواډ اعلان کړي دي۔

د پاکستان خلاف د سري لنکن ون ډے ټيم مشري  به لاهيروتهريمانے کوي،ټيم کښي سديرا سمارا وکرما،اويشکا فرنينډو،شهيان جے سوريا،ډاسن شناکا،ايجنلو پريرا،منود بهانوکا،وانندو هسورنګا،لکشمن سنديکان،نوان پراديپ،کاسن راجيتها او اسورو اډانا شامل دي۔

د آئي لينډرز ټي ټونټي سکواډ کپتان به ډاسن شناکا وي، نورو لوبغاړو کښي سديرا سمارا وکرما،اويشکا فرنينډو،شهيان جے سوريا،اوشنډا فرنينډو، اينجيلو پريرا،منود بهانوکا،وانندو هسورنګا،لکشمن سنديکان،نووان پراديپ،کاسن راجيتها،لاهيرو کمارا،اوسورو اډانا،بهانوکا راجا پکسا شامل دي۔

ياده دي وي چي د ون ډے کپتان ډيموت کرونا رتنے، ټي ټونټي قائد ليست مالنګا او نورو لوبغاړو اينجيلو ميتهوز، سورنګا لکمل، اکيلا دهننجايا ،دنيش چندي مل ،دهننجياډوي سلوا، کوشل پريرا، نيروشن ډکويلا او تهسارا پريرا پاکستان د راتلو نه انکار کړي وو، کوشل مينډس د ژوبليدو له وجي د ټيم نه بهر شوي نو اوس سکواډ کښي يوشمير نوي لوبغاړو ته ځائي ورکړي شوي دي۔

سري لنکن ټيم په پنځويشتم ستمبر کراچۍ ته رارسيدو روسته به ړومبۍ يو ورځني ميچ په اوويشتم ستمبر، دويم په نهيشتم ستمبر او دريم به په دويم اکتوبر نيشنل سټيډيم کښي لوبولي شي۔

د ټي ټونټي درے ميچونه به په قذافي سټيډيم لاهور کښي په پنځم، اووم، او نهم اکتوبر کولي شي۔

Show More

Related Articles