پي سي بي سري لنکا پرضد سيرير دپاره ټکټنوخرڅ اعلان کړېدي

پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د پاکستان او سري لنکا ترمينځ يو ورځنې ټي ټوئنټي سيريز دپاره د ټکټنو د نرخ اعلان کړېدي۔ سيريز د رواني مياشتي اوويشتمي نيټي نه شروع کيږي، پاکستان کرکټ بورډ د عام اولس او په ځانګړي توګه د فيمليز سهولت او دلچسپي ته کتلو سره د سيريز ټکټونو نرخونه ټاکلي دي۔

د ټکټونو د خرڅ شروع به د شلم ستمبر نه کيږې، د کرکټ مينه وال د ځان دپاره ټکټ آن لائن اغستلي شي او دے نه علاوه د يوشتم ستمبر نه د پرائيويټ داکخاني سروس په مرکزونو هم د ټکټونو ورکول شروع کيږې۔
پاکستان کرکټ کراچي کښې شيډول ميچونو دپاره د پي ايس ايل د مقابلو دپاره ټاکل شوي قيمتونه خپل ځي باندي ساتلي، د رواني مايشتي اووشتمي نيټي نه دويم اکتوبر پوري کيدونکي يو ورځنې سيريز دپاره د ټکټونو قيمت پنځه سوا روپو نه تر دري زره روپو پوري ټاکلي شويدي۔

پي سي بي د لاهور کښې شيډول شوي ميچونو دپاره هم د ټکټونو نرخ کم ټاکلي دي۔څرګنده دے وي چي د کرکټ مينه وال يو قامي شناختي کارډ باندي پنځه ټکټونه اغستلي شي۔

Show More

Related Articles