د سعودي دورې ورسته وزيراعظم امريکا ته روان شوې

وزير اعظم عمران خان به د يويشتم نه تر اوويشتم ستمبر پوري د امريکا دوره کوي۔

د خارجه دفتر وياند ترمخه وزيراعظم عمران خان به د يويشتم نه تر اوويشتم ستمبرپوري د امريکے په دوره وي او په اوويشتم ستمبر به د جنرل اسمبلۍ غونډي ته وينا کوي په کومه کښي چي به وزيراعظم د مقبوضه کشمير په شخړه دريځ ورکوي،په کشمير کښي د انساني حقونو د خلاف ورزو نه به يي خبروي او هم دي سره به وزيراعظم د امريکي تهنک ټينکس ته هم وينا کوي۔

وزيراعظم به نړيوال ميډيا سره خبري اتري کوي،وزير اعظم عمران خان به نفرت خورونکي تقريرونو ختمولو مباحثے ته هم خطاب کوي۔

څرګنده دي وي چي وزير اعظم عمران خان د دوه ورځنۍ د سعودي عرب په دوره دي چرته چي دوي سعودي ولي عهد محمد بن سلمان او خادم حرمين شرفين شاه سلمان سره ليده کاته کړي او د کشمير شخړه په امن سره د هواري لپاره په دواړه خيزه هڅو اتفاق شوي دي۔

Show More

Related Articles