پاکستان ته ماتې، سرلنکا ټي ټوئنټي سيريز په خپل نوم کړې

سري لنکا پاکستان ته په دويم ټي ټوئنټي کښي هم پنځه ديرش رنز سره ماتي ورکړي او د درے ميچونو سريز ئي دوه صٖفر سره ګټلي دي۔

تيره ورځ قذافي سټيډيم لاهور کښي شوي ميچ کښي سري لنکا ټاس ګټلو سره وړومبي د بيټنګ کولو فيصله کړي اوپاکستان ته ئي د يوسل درے اتيا رنزونو هدف ورکړې د کومے په ځواب کښي چي د پاکستان ټول ټيم په يوسل اووه څلويښت رنزونو آوټ شوے دے۔

د سري لنکا ټيم لخوا سپينر ډي سلوا غوره باولنګ کولو سره په يو اوور کښي درے وکټي ترلاسه کړي دي ولي راجا پکاسا په اته څلويښت بالونو اووه اوويا رنز جوړ کړي په کوم کښي چي شپږ چکې او څلور چوکې شاملي دي۔

د قامي ټيم لوبغاړي عماد وسيم د ټولو نه سيوا اووه څلويښت رنز ولي نورو لوبغاړو د ښه لوبي کولو مظاهره نه دي کړي۔

د سري لنکا ټيم باولرانو کښي پراديپ د ټولو نه سيوا څلور وکټي، ډي سلوا درے، اوډانا دوه او راجيتها يو وکټ اخستي ده۔

Show More

Related Articles