سري لنکا پاکستان ته دريم ټي ټوئنټې ميچ کښې هم ماتې ورکړې

سري لنکا پاکستان ته دريم ټي ټوئنټي ميچ کښي ماتې ورکولو سره د درې ميچونو سيريز په خپل نوم کړے دے ۔

تېره شپه قذافي سټيډيم لاهور کښي د سيريز  آخيري ميچ لپاره سري لنکا ټيم کپتان ټاس ګټلو سره وړومبي د بيټنګ فېصله کړي او مقرره اوور کښي يوسل اته څلويښت رنز جوړ کړي د کومے په ځواب کښي چي قامي ټيم د شپږو لوبغاړو په تاوان يوسل څلور ديرش رنز جوړ کړي شول۔

د سري لنکا ټيم لخوا د ټولو نه سيوا سکور فرنينډو په اته څلويښت بالونو اته اوويا رنز جوړولو سره ناټ اوټ پاتي شوې۔د ده په اننګز کښي اته چوکے او درے چکي شاملي دي۔

د ګرين شرټ لخوا د ټولو نه کاميابه بولر محمد  حسنېين وو چا چي څلور اوورز کښي په اوويشت رنز ورکولو درے وکټي اغستي دي ولي عماد وسيم او وياب رياض يو يو وکټ ترلاسه کړي ده۔

د هدف پورا کولو په جواب کښي د قامي ټيم کارکردګي مايوس کن وه حارث سهيل په پنځوس بالوبو وه پنځوس کړي په کوم کښي چي يو چهکا او څلور چکي شاملي دي۔

قامي ټيم ټول لوبغاړي  په يوسل څلور ديرش رنز اوټ شوي دي۔

آئي لينډرز لخوا ډي سلوا غوره بولنګ کولو سره درے ولي کمارا دوه او راجيتها يو وکټ ترلاسه کړي ده۔

هاسارنګا د ميچ او سيريز غوره لوبغاري ايوارډ ترلاسه کړي دي۔

Show More

Related Articles