پاکستان کرکټ بورډ سرفراز احمد د قامي ټيم کپتانۍ نه لرې کړې

پاکستان کرکټ بورډ سرفراز احمد د قامي ټيم کپتانۍ نه لرې کړې۔د بورډ ترمخه سرفراز احمد د کپتانۍ نه لرې کولو فېصله د هغه پرله پسې خرابې کارګردګۍ په بنياد شوې ده۔

بورډ د هغۀ په ځاې د ټيسټ ټيم کپتاني په عارضي توګه اظهر علي  او د ټي ټوئنټي بابر اعظم ته سپارلے ده۔

د پي سي بي لخوا جاري شوي بيان کښې ويل شوي چې د ون ډے کپتان فيصله به وروسته کيږي ولي د آسټريليا په ضد کيدونکي دوره کښې اظهر علي د ټيسټ او بابر اعظم د ټي ټوئنټي کپتانۍ چاري ترسره کوي۔

د پي سي بي فېصلې نه پس پخواني کپتان سرفراز احمد خپل رد عمل کښې ويلي چې تر دومره وخته د قامي ټيم کپتاني د هغۀ لپاره لوې اعزار ؤ  او له دې سره هغۀ د نوي کپتانانو لپاره د نيکو هيلو اظهار کړے دے۔

څرګنده دي وي چې له تير څه مودې راهسې د پرله پسې خرابې ګارکردګۍ او په نزديو کښې د سري لنکا نه د درې ټي ټوئنټي ميچونو بايللو نه پس د سرفراز احمد په کپتانې ټکونه کيدل او د هغۀ د کپتانۍ نه لرې کولو ګنګوسې خپرې شوې وې۔

بلخوا بورډ زياتوي چې د نوي ټيم اعلان به د اکتوبر په يويشتمه نيټه کيږې چې پکښې د سرفراز احمد شموليت شمکن ښودل شوے دے۔

Show More

Related Articles