فاسټ باولر حسن علي د آسټريليا پرضد د سيريز نه بهر کړي شوي

د قامي ټيم فاسټ باولر د فټنس د مسلي په وجه د آسټريليا پرضد سيريز نه بهر کړي شوي دي۔

د سري لنکا خلاف سيريز کښي د ملا درد ښکار شوي حسن علي ته ډاکټر د درے هفتو د آرام وئيلي وو۔

د حسن علي  به په قامي کرکټ اکيډمي کښي د پي سي بي ميډيکل سټاف په نګراني کښي علاج او پريکټس روان وي ولي د آسټريليا ضلاف د ټي ټونيټي سيريز نه بهر کړي شوي دي او په ټيسټ ميچونو کښې هم د دوي د شموليت  امکان کم پاتي شوي دي۔

د زريعو تر مخه حسن علي فټنس رپورټ د کلئير نه کيدو په وجه سيليکټرز ټي ټوئنټي لسټ کښي موجود د حسن علي نوم لري کړي دي۔ درے هفت پس به بيا د دوي  ميډيکل ټيسټ کولي شي او بيا د دغي ټيسټ په بنياد به د حسن علي د مستقبل فيصله کولي شي ۔

د قامي ټيم اعلان به په يويشتم اکتوبر کيږي په کوم کښي چي د حسن علي په ځائي د بل يو باولر لوبغاړي نوم په سکواډ کښي شامليدي شي۔

Show More

Related Articles